د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند په ۲۴ ضلعو کې ضمني بلدیاتي انتخابات شوي دي


په کراچۍ کې انتخاباتي چارواکي ووټونه شماري ـ پخوانی انځور
په کراچۍ کې انتخاباتي چارواکي ووټونه شماري ـ پخوانی انځور

د سیند صوبې په ۲۴ ضلعو کې د ضمني بلدیاتي انتخاباتو بهیر تر بشپړېدو وروسته د رایو شمېر روان دی.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په وینا، انتخاباتي بهیر د مې پر اوومه سهار اته بجې پیل شو چې بې له ځنډه د مازیګر تر پینځو پورې روان وو.

په انتخاباتو کې د کراچۍ اووه ضلعو په ګډون خلکو د جیکب اباد، شکارپور، سکر، نوشهرو فېروز او د شهید بېنظیر اباد په ګډون په ۲۴ ضلعو ووټونه واچول.

انتخاباتي کمېشن د مې پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې په ځینو ځایونو کې "وړې لانجې" پیدا شوې چې هغه یې هوارې کړې او د رایې کارونې بهیر بې له ځنډه روان وو.

کمېشن وايي، انتخابات د ۶۳ خالي څوکیو ډکولو لپاره وشول چې د هغې لپاره د ۴۳۴ نوماندانو ترمینځ مقابله وشوه.

د کمېشن په وینا، په هغو ضلعو کې د رجسټر شویو ووټرانو شمېر څه د پاسه ۶۹۰،۰۰۰ دی.

د سیند په حیدراباد او کراچۍ ډېوېژنونو کې بلدیاتي ټاکنې د سږ کال جنورۍ پر ۱۵مه شوی وې. تر دې مخکې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

XS
SM
MD
LG