د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د پېښور های کورټ د چیف جسټس یا مشرې قاضيې په توګه د جسټس مسرت هلالي د ګومارلو منظوري ورکړه.
د مې پر اتمه د ولسمشر پر رسمي ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي چې ډاکټر علوي دا منظوري د د پاکستان د ایین د ۱۷۵ اې ۱۳مې مادې لاندې ورکړې ده.
جسټس مسرت هلالي د روان (۲۰۲۳ز) کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د پېښور های کورټ د ځای ناستې مشرې قاضيې په توګه دنده تر سره کوله چې اوس په مستقله توګه د یاد عدالت چیف جسټس وټاکل شوه.
مېرمن هلالي لومړۍ ښځه ده چې د پېښور های کورټ د مشرې قاضيې په توګه ټاکل شوې ده.
د اې پی پي اژانس په خبره، هغه د پاکستان دویمه قاضیه ده چې د هېواد د یوه های کورټ چیف جسټسه کېږي.
تر هلالي مخکې طاهره صفدر د پاکستان لومړۍ ښځه ده چې د بلوچستان های کورټ مشره قاضیه وټاکل شوه. د بلوچستان های کورټ پر ووبپاڼه راغلي چې طاهره صفدر د ۲۰۱۸ز کال د سېپټېمبر له پیله د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر تر څلورمې پورې د هغه عدالت مشره قاضیه وه.
پېښور های کورټ پر خپله ووبپاڼه د مسرت هلالي لنډ ژوندلیک خپور کړی دی چې پکې راغلي چې هغه په ۱۹۶۱ز کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه او د پېښور پوهنتون له خیبر لا کالج (د قانون پوهنځي) څخه یې د وکالت بریلیک ترلاسه کړ.
تر دې وروسته هغې تر اوږدې مودې پورې د وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.
د های کورټ ووبپاڼې په وینا، مسرت هلالي له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۰۴ز پورې د خیبر پښتونخوا د اېډېشنل سرکاري وکیلې په توګه دنده ترسره کړه.