د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ ماشومان په تېلېسېميا ناروغۍ اخته دي


د افغانستان په کندهار په يو روغتون کې د تېلیسيميا ناروغان پراته دي ــ پخوانی انځور.
د افغانستان په کندهار په يو روغتون کې د تېلیسيميا ناروغان پراته دي ــ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د وینې مرکزي بانک وايي، له دوی سره څه باندې ۱۲ زره هغه ماشومان ثبت دي چې د وینې د کموالي په ناروغۍ یا تېلېسېمیا اخته دي.

د یاد بانک مشر ډاکټر محمد ناصر صادق د مې پر اتمه د تېلېسېمیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې هغوی په ټول هېواد کې د دغو ناروغانو لپاره يو شمېر مرکزونو ته د وینې څه د پاسه ٩٦ زره ډراپونه ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د تېلېسېمیا ناروغان اوس له یوې لویې ستونزې سره مخامخ دي ځکه چې د دوی یوازینۍ درملنه وینه اخیستل دي، خو د هغه په وينا د وینې اخیستل په بدن کې د اوسپنې مقدار زیاتوي چې د هغه د کمولو لپاره درمل ګران دي.

تېلېسېمیا یوه موروثي ناروغي ده چې له مور او پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي. د دې مخنیوي لپاره ډاکټران سپارښتنه کوي چې له نېږدې خپلوانو سره دې له واده کولو ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG