د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیې دونېڅک کې د جګړې پر لومړۍ کرښه تازه حملې کړې دي


اوکرایني ځواکونه د روسیو پوځیانو د سنګرونو پر لوري توغندي وروي - د مې درېیمې انځور.
اوکرایني ځواکونه د روسیو پوځیانو د سنګرونو پر لوري توغندي وروي - د مې درېیمې انځور.

اوکراین وايي، ځواکونو یې د روسیې د بریدونو تازه لړۍ پر وړاندې د بخموت ښار دفاع ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل په غبرګون کې پر مسکو د تازه بندیزونو پر لګولو بحث کوي.

د اوکراین پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د مې پر ۱۰مه د ورځنیو معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي دي چې روسیو ځواکونو د دونېڅک د بخموت افديېفکا او مرینکا د جګړې پر لومړۍ کرښه ۴۶ حملې کړې دي.

پوځ وايي، پر دې سربېره، روسیو ځواکونو په افديېفکا کې د اوکرایني پوځ ضد جنګي الوتکې هم کارولې دي.

XS
SM
MD
LG