د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا او اذربایجان ترمینځ پر پوله تازه بریدونه شوي دي


د اذربایجان سرتېري له ارمنیا سره نېږدې پر پوله پوسته د جوړولو پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل ۲۵مې انځور.
د اذربایجان سرتېري له ارمنیا سره نېږدې پر پوله پوسته د جوړولو پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل ۲۵مې انځور.

د ارمنیا او اذربایجان ترمینځ پر پوله تازه بریدونه شوي دي چې دواړو هېوادونو یې تور پر یو بل پورې کړی دی.

د مې پر ۱۱مه حملې پر داسې مهال شوې دي چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په مینځګړتوب د دواړو هېوادونو ترمینځ مذاکرات وشي.

د ارمنیا د دفاع وزارت ویلي دي چې اذربایجانیو ځواکونو له پلازمېنې یرېوانه ۱۸۰ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته د ارمنیو ځواکونو پر پوستو ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري ژوبل شول.

خو د ا‌ذربایجان د دفاع وزارت وايي چې ارمنیو ځواکونو یې پر پوځي پوستو برید ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری سخت ټپي شوی دی. وزارت زیاتوي چې اړین ځوابي اقدامات یې کړي دي.

تازه تاوتریخوالی پر داسې مهال شوی دی چې د اروپايي ټولنې شورا د مې پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د ارمنیا وزیراعظم نېکول پاشېنیان او اذربایجاني ولسمشر الهام عليېف ورسره د مې پر ۱۴مه په برسلز کې د خبرو اترو لپاره موافقه کړې ده.

باکو او یرېوان له لسیزو راهیسې له اذربایجانه د بېلې شوې نګورنو قره باغ پر سر لانجه لري چې له کبله یې په ۲۰۲۰ز کال کې جګړه هم شوې وه.

دواړو هېوادونو د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د روسیې په مینځګړتوب د اوربند موافقه کړې وه. له اوربند راهیسې روسي سوله ساتي ځواکونه په نګورنو قره باغ سیمه کې پراته دي.

له هغې سیمې پرته د دواړو هېوادونو ځواکونو پر پوله هم نښتې کړې دي. د ۲۰۲۳ز کال په اپرېل کې هم د ارمنيا او اذربایجان دفاع وزارتونو د ناکراره پولې په یوه برخه کې په تازه نښتو کې د اووه کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو او یو بل یې د تاوتریخوالي په پیلولو تورن کړي ول.

XS
SM
MD
LG