د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو پوهان وايي د طالبانو سزاګانې د بشري حقونو ضد دي


ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت د سترې محکمې پر اعلان اندېښنه ښوولې ده - پخوانی انځور.
ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت د سترې محکمې پر اعلان اندېښنه ښوولې ده - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو پوهانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سترې محکمې له لوري د قصاص، دورو وهلو او د سنګسار سزاګانو ورکولو پر اعلان اندېښنه ښوولې ده.

د ملګرو ملتونو متخصصانو د مې پر ۱۱مه په یوه بیان کې وویل، دا ډول سزاګانې غیرانساني، ظالمانه او د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

دوی د مقدمو او د سزا اورولو په عمل کې د شفافیت په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني د مې پر ۱۱مه وویل چې محکمو یې د قصاص نېږدې ۱۷۵ او د سنګسار ۳۷ حکمونه ورکړي دي.

حقاني وویل، د دې ترڅنګ ځینو محکمو پرېکړې کړي د بدعملۍ په جرم پر څلورو کسانو دېوالونه چپه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونیو او تر هغې درې وروسته یې سرپرست حکومت اعلان کړ. دوی په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیز لګولی دی.

د طالبانو پر یوشمېر حکومتي اقداماتو نړیوالې ټولنې وخت پر وخت نیوکې کړي دي. د طالبانو حکومت هغه اقدامات د دې لامل شوي چې تر اوسه یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د وروستي بیان په اړه څه نه دي ویلي خو د ښځو پر کار او زده کړو بندیز کورنۍ موضوع بولي.

XS
SM
MD
LG