د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه وايي روسیه او اوکراین د تور سمندرګي له لارې د غلې برامد موافقې تمدید ته نېږدی شوي


د اوکرایني غلې بار کښتۍ استنبول ته نېږدې په تور سمندرګي کې روانه ده ـ پخوانی انځور
د اوکرایني غلې بار کښتۍ استنبول ته نېږدې په تور سمندرګي کې روانه ده ـ پخوانی انځور

ترکيه وايي، د ملګرو ملتونو، روسیې او اوکراین چارواکي د تور سمندرګي له لارې د غلې صادراتو د تمديد په اړه هوکړې ته نېږدې شوې دي.

د ترکيې په مينځګړيتوب د غلې د لېږد تړون د مې پر ۱۸ مه نېټه پای ته رسي.

د ترکيې د دفاع وزير هولوسي اکار په یوه بیان کې ويلي چې د تړون غځولو په اړه پر موافقه کار روان دی. اکار په روانه اوونۍ کې په استنبول کې د ترکیې، روسیې، اوکراین او ملګرو ملتونو د چارواکو ترمينځ خبرو ته اشاره وکړه.

د ملګرو ملتونو او ترکیې په ملاتړ هغه موافقه تېر کال په استنبول کې لاسلیک شوې وه چې ورسره سم، اوکراین په تور سمندرګي کې له خپلو یوشمېر بندرونو څخه د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې د برامدولو اجازه لري.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین تر یرغل وروسته، جدي اشاره ورکړې وه چې د مې تر ۱۸مې وروسته د موافقې د عملي کېدو اجازه نه ورکوي.

مسکو دعوه کوي چې د دې لامل دا دی چې د خپلې غلې او کیمیاوي سرې د برامد لپاره یې د اسانتیاوو ورکولو غوښتنې نه دي منل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG