د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور او کورمه کې د نهم او لسم د امتحانونو بهیر بیا پیلېږي


په پاکستان کې له نهمه تر ۱۲مه پورې د ازموینو اخیستو ذمه واري د تعلیمي بورډونو وي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې له نهمه تر ۱۲مه پورې د ازموینو اخیستو ذمه واري د تعلیمي بورډونو وي - پخوانی انځور.

د پېښور د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي ادارې (بورډ اف انټرمېډییټ اېنډ سېکنډري اېجوکېشن) د مې له ۱۵مې د نهم او ۱۰م ټولګیو د امتحانونو د بیا پیلولو اعلان کړی دی.

د بورډ مرستیال مشر عالمزېب خان د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل ازموینې یې د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د قهرجنو مظاهرو له وجې ځنډولې وې.

هغه وویل، '' د مې له ۱۵ مې تر ۱۸ مې پورې به د زوړ شیډول (مهالوېش) مطابق پرچې کېږي او ځنډول شوې هغه به د مې له ۱۹ مې تر ۲۳ مې پورې اخیستل کېږي. دا راز [عملي امتحانونه] به د مې له ۲۵ مې نېټې څخه پيليږي.''

د مې پر نهمه د پاکستان احتساب ادارې (نیب) عمران خان د درغلیو په یوه قضیه کې ونیوه چې تر هغې وروسته په ټول هېواد کې مظاهرې پیل شوې.

د مظاهرو له کبله په خیبر پښتونخوا کې تعلیمي ادارې وتړل شوې او د نهم او ۱۰م ټولګیو امتحانونه وځنډېدل.

په همدې حال کې د کورمې چارواکو هم ویلي چې د مې له ۱۵مې څخه په هغه ضلع کې د نهم او لسم ځنډېدلي امتحانونه بیا پیلوي.

د کورمې په تري منګل کې د مې پر څلورمه پر د سرکاري ښوونځي پر استادانو تر برید وروسته امتحانونه تر نامعلوم وخته پورې ځنډېدلي. په هغه برید کې څلور ښوونکي وژل شوي ول.

په پاکستان کې له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ پورې د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیم بورډونه له زده کوونکو څخه امتحانونه اخلي چې نتیجې یې د زده کوونکو د لوړ تعلیم لپاره خورا مهمې وي.

په خیبر پښتونخوا کې له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې د امتحانونو لپاره ټول اته بورډونه دي.

د پېښور بورډ د پېښور، خیبر، چارسدې، مومندو او چارسدې د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي ادارو له زده کوونکو څخه امتحانونه اخلي او ورته بریلیکونه او نور اړوند اسناد ورکوي.

د کورمې ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي ادارو ازموینې د کواټ بورډ تر قانوني واک لاندې دي.

XS
SM
MD
LG