د لاسرسي ځای

تازه خبر

نارسمي نتیجې ښيي چې د ترکیې هېڅ نوماند د ولسمشرۍ لپاره اړینې ۵۱ سلنه رایې نه دي اخیستې


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پلویان په انقره کې د ګوند مرکزي دفتر مخې ته ولاړ دي - د مې ۱۵مې انځور.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پلویان په انقره کې د ګوند مرکزي دفتر مخې ته ولاړ دي - د مې ۱۵مې انځور.

په داسې حال کې چې د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلېماني انتخاباتو نتیجې خپرېږي، ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي دي چې هغه ښايي اوس هم بریا ترلاسه کړي خو که فیصله په راتلونکو دوو اوونیو کې د انتخاباتو بل پړاو له لارې کېږي، نو د ولس خوښه به ومني.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، دا خبره نوموړي د مې پر ۱۵مه سهار وختي په انقره کې خبریالانو ته وکړه. "موږ لا نه یو خبر چې ایا انتخابات په لومړي پړاو کې پای ته رسېدلي دي او که زموږ ولس دویم پړاو غوښتی وي، د هغې هم هرکلی کوم."

۶۹ کلن اردغان زیاته کړه چې د بهرمېشتو ترکانو ووټونه هم باید وشمارل شي. په ۲۰۱۸ز کال کې هغه د بهرمېشتو ترکانو ۶۰ فیصده رایې ترلاسه کړې وې.

په ترکیه کې د مې پر ۱۴مه خلکو د ولسمشرۍ او پارلېمان څوکیو لپاره رایې واچولې خو د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) د ترکیې د انتخاباتي ادارې له خولې ویلي دي چې تر اوسه شمېرل شوې رایې ښيي چې هېڅ نوماند هم په لومړي پړاو کې د ولسمشر کېدو لپاره اړین ۵۱ فیصده ووټونه نه دي ترلاسه کړي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د مې پر ۱۵مه د دولتي انادولو اژانس له خولې ویلي دي چې شاوخوا ټولې رایې شمارل شوې دي او اردغان ۴۹.۳ فیصده او د نوموړي تر ټولو مهم سیال او د شپږو مخالفه ګوندونو مشر کمال قیلیچدار اوغلو ۴۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

قیلیچدار اوغلو هم ویلي دي چې د دویم پړاو سیالۍ ته تیار دی.

ترکان په عامو انتخاباتو کې رایې کاروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

د ترکیې له قانون سره سم، که یو کاندید ۵۱ فیصده رایې ترلاسه نه کړي نو د لومړیو دوو نوماندانو ترمینځ به د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره بیا سیالي کېږي.

تر اوسه انتخاباتي ادارې رسماً د انتخاباتو نتیجې نه دي اعلان کړې خو که په دې پړاو کې د ولسمشرۍ د څوکۍ پرېکړه نه کېږي نو ټاکل شوې چې د دویم پړاو انتخابات د مې پر ۲۸مه وشي.

د ترکیې له ۸۵ مېلیونه څخه یې څه د پاسه ۶۰ مېلیونه وګړي د ووټ ورکولو لپاره رجسټر ول او له هغوی څخه څه باندې درې مېلیونه وګړي له هېواده بهر ژوند کوي.

په انقره کې د ولسمشرۍ نوماند کمال قیلیچداراوغلو پلویان د نتیجو اعلانېدو پر وخت خوشالۍ کوي - د مې ۱۵مې انځور.
په انقره کې د ولسمشرۍ نوماند کمال قیلیچداراوغلو پلویان د نتیجو اعلانېدو پر وخت خوشالۍ کوي - د مې ۱۵مې انځور.

دا د هغه هېواد په تېر ۱۰۰ کلن تاریخ کې یو له تر ټولو پرېکنده انتخاباتو بلل کېږي چې له نظرپوښتنو سره سم، ښايي په پایله کې یې د ولسمشر رجب طیب اردغان ۲۰ کلن واک پای ته ورسي او د هغه د حکومتولۍ د زیاتېدونکي استبدادي قوت مخه ونیسي.

انتخاباتي نتیجې به دا فیصله هم وکړي چې د ناټو اېتلاف د غړې ترکیې راتلونکی حکومت به څنګه وي ځکه چې اقتصاد یې خراب دی او د انفلېشن (افراط زر) له کبله ګرانۍ د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

رجب طیب اردغان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه د هېواد د بهرنیو چارو په تګلاره کې هم پراخ بدلونونه کړي دي.

د ترکیې اوسېدونکو تر انتخاباتو مخکې ویلي ول چې د بیان ازادي، د بهرنیو چارو تګلاره، اقتصاد او څو میاشتې مخکې مرګونې زلزلې ته حکومتي غبرګون هغه مسایل دي چې پر اساس یې رایې کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG