د افغانستان په خوست ولايت کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې چاودنې ۲ ماشومانې وژلې دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز د مې پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د مفتي فاروق په نوم د یو ملا امام په کور کې شوې چې يوه بله ماشومه او يو ماشوم پکې زخمیان شوي هم دي.
د هغه په وينا تر اوسه څرګنده نه ده چې پيښه د چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله رامنځته شوې او که پر دې کور برید شوی دی.د نوموړي په وینا، په یاده پيښه کې په خپله مفتي فاروق ته زیان نه دی رسېدلی.
ځايي خلکو یاد کس وزیرستانی کډوال ښوولی او وايي هغه دغلته له ۸ اتو کلونو راهیسې په دې کلي کې امامت کوي. په خوست کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې یې پيل کړې دي.
په خوست کې د ۲۰۱۴ ز کال راهیسې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عملیاتو له پیلیدو وروسته زرګونه کورنۍ میشتې دي. په دوی کې ځيني يې خپلو کورونو ته ستانه شوي خو د رسمي شمېرو ترمخه په دې ځای کې شاوخوا ۸۰۰۰کورنۍ لا هم ژوند کوي.