د اوکراین لپاره د چین ځانګړي استازي لي هوی خبرداری ورکړی چې د هغه هېواد د جګړې "هېڅ حل" نه شته او پر "ټولو خواوو" یې ټينګار کړی دی چې د داسې شرایطو د برابرولو لپاره دې کار وکړي چې ورسره جګړه پای ته ورسي.
لي هوی روانه اوونۍ اوکراین ته سفر کړی دی او د چين د بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۱۸مه وويل، چې نوموړي د مې پر ۱۶مه او ۱۷مه د اوکراين له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي، د بهرنيو چارو له وزير دېمېترو کولېبا او نورو لوړپوړو چارواکو سره د سياسي جوړجاړي له لارې د اوکراين او روسيې د شخړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.
وزارت په خپل بيان کې ويلي، لي له زېلېنسکي سره په لیدنه کې "د اوکراین د کړکېچ د سیاسي حل په اړه د چین دریځ روښانه کړ."
بیان زياتوي چې بیجنګ غواړي "ژرترژره د جګړې درولو، اوربند اعلانولو او د سولې د بحالۍ لپاره هڅې وکړي."
بل خوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ويلي، کولېبا چینايي استازي ته وویل چې کیيف به د جګړې د پای ته رسولو داسې هیڅ وړاندیز و نه مني چې د سیمې له لاسه ورکول یا په موقت ډول د جګړې درول پکې شامل وي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر تر اوسه د هغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.
د اوکراين ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د اپرېل په اخري لسیزه کې له خپل چینایي سیال سره په ټېلېفون خبرې کړې وې. تر هغې وروسته چین اوکراین ته خپل استازی لېږدولی دی.