د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وزیر خوشې شو


غورځنګ وايي، امنیتي سرتېرو عید رحمان وزیر د مې پر ۱۹مه نیولی دی - پخوانی انځور.
غورځنګ وايي، امنیتي سرتېرو عید رحمان وزیر د مې پر ۱۹مه نیولی دی - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان رابطه کار (کووارډینېټر) عید رحمان وزیر پر سیدګي پوسته تر نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې شوی دی.

وزیر د مې پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې له بنو څخه په یوه غونډه کې شمالي وزیرستان ته روان وو چې امنیتي سرتېرو له ګاډي کوز کړ او ګرفتار یې کړ.

دی وايي، سرتېرو ورته وویل چې شناختي کارډ یې د استخباراتي ادارو د څار په لېسټ کې دی نو ځکه یې له ځان سره بیايي.

د وزیر په خبره، سرتېرو دی پوځي قلعې ته یووړ او بیا یې څو ساعته وروسته خوشې کړ.

تر دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال زکیم وزیر د مې پر ۱۹مه مشال رېډیو ته د وزیر د ګرفتارۍ خبر ورکړی وو خو پولیسو لا په دې اړه څه نه ول ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې امنیتي سرتېرو چې د شمالي وزیرستان په تبي ټولخېلو سیمه کې د مشکوکو وسلوالو د کورونو ړنګولو دعوه وکړه نو وزیر هلته ورغی او یوه ویډیو یې جوړه کړه چې پکې یې د پوځ پر هغه اقدام انتقاد کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د امنیتي ځواکونو هغه کار ناقانونه بللی وو.

خو امنیتي ځواکونو ویلي ول چې د مې پر ۱۲مه یې د هغو کسانو شپږ کورونه ړنګ کړي چې د مې پر څلورمه په ګړیوم کې په برید کې ککړ ول. په هغه برید او نښته کې شپږ سرتېري او درې مشکوک وسلوال وژل شوي ول. دوی دا هم ویلي ول چې د کورونو ړنګولو پر مهال یې ۱۰ مشکوک وسلوال نیولي او د هغوی کورنۍ یې له سیمې څخه شړلې دي.

په تېرو وختونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان نیول شوي چې وروسته په ضمانت خوشې شوي دي. داراز، د غورځنګ یو مخکښ حنیف پښتین له تېرو نېږدې څلورو کلونو راهیسې د بنو په جېل کې دی.

پي ټي اېم وايي، پر ګرفتاریو سربېره د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره سوله ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG