د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده ترهګري ختموي


د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ (ښي لوري ته) د مې پر ۲۲مه د کوټې پر هوایي مېدان د وزیراعظم شهباز شریف هرکلی کوي.
د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ (ښي لوري ته) د مې پر ۲۲مه د کوټې پر هوایي مېدان د وزیراعظم شهباز شریف هرکلی کوي.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف دعوه کړې ده چې د کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاتره برخو کې امنیت ښه شوی دی.

نوموړي د مې پر ۲۲مه په کوټه کې د پاکستان کلنیو قامي لوبو د پرانیستې په مهال وویل چې د هېواد امنیت لپاره د پوځ او پولیس سرتېرو په ګډون ولسي خلکو هم قرباني ورکړې ده. ''پر جوماتونو بریدونه وشول، د [پوځ پر مرکزي دفتر] حمله وشوه. په پېښور کې ارمي پبلک سکول هم خوندي پاتې نه شو. منظمې ترهګرۍ ټول پاکستان په سر اخیستی وو.''

شهباز شریف د قامي لوبو د پرانیستې په وخت په وينا کې وويل چې حکومت او پوځ پرېکړه کړې چې د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي. هغه زیاته کړه چې په کوټه کې د یوې اونۍ لپاره روانې سیالۍ په دې معنا دي چې دغلته امنيت ښه شوی دی.

هغه په خپلو خبرو کې روانه میاشت په پاکستان کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د قهرجنو مظاهرو یادونه وکړه او سختې نیوکې یې پرې وکړې. عمران خان وايي، پلویانو یې دولتي او شخصي ودانیو ته زیان نه دی رسولی.

شریف په داسې حال کې په بلوچستان کې د امنیت ښه کېدو دعوه کړې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هغې صوبې په ګډون په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې ناامني زیاته شوې ده.

د مې پر ۱۹مه د بلوچستان په ژوب کې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق پر قافله ځانمرګی برید شوی وو چې پکې د هغه ګوند شپږ غړي ژوبل شوي ول. داراز، د مې پر ۱۲مه په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ د وسلوالو په برید کې شپږ پوځیان، یو ولسي وګړی او شپږ وسلوال ووژل شول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG