د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د عمران خان ضمانت د جون تر اتمې وغځاوه


عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بېګم په لاهور کې يوه عدالت ته د وړاندې کېدو پر وخت - انځور له ارشيفه
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بېګم په لاهور کې يوه عدالت ته د وړاندې کېدو پر وخت - انځور له ارشيفه

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت په اتو مقدمو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ضمانت د جون تر اتمې نېټې غځولی دی.

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بېګم نن (د مې پر ۲۳مه) په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې شول. په همدې حال کې د پاکستان احتساب قامي ادارې (نېب) د القادر ټرسټ په قضیه کې بشرا بي بي ته د مې تر ۳۱مې نېټې پورې ضمانت ورکړی دی.

دا له هغې وروسته ده چې په پاکستان کې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې تر پراخو، قهرجنو مظاهرو وروسته د تحریک انصاف يوشمېر مخکښه سیاستوال او پلویان نیول شوي دي.

د عمران خان ګرفتارۍ په پاکستان کې پراخې مظاهرې وپارولې چې پکې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. د دې ترڅنګ پارېدلو مظاهرچیانو پوځي، حکومتي او شخصي ودانیو ته زیان ورساوه او ګاډي او ودانۍ یې وسوځولې.

قهرجنو مظاهرچیانو په راولپېنډۍ کې د پوځ د مرکزي دفتر او په لاهور کې د کورکمانډر پر کور سربېره په یوشمېر ښارونو کې پر پوځي تاسیساتو کاڼي و اورول او پوځي یادګارونو ته یې زیان ورساوه.

د مې پر ۱۱مه سپریم کورټ د خان د ګرفتارۍ طریقه ناقانونه وبلله او د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

دا وخت په ترهګرۍ ضد عدالت کې پر عمران خان اته مقدمې درج شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG