د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د هغه هېواد په شرقي سیمه دونېڅک کې له خپلو سرتېرو سره لیدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بېلګورود سیمې په شاوخوا کې جګړه ظاهراً تر هغې یوه ورځ وروسته ختمه شوې ده چې اوکرایني وسلوال جنګیالي په ۲۰۲۲ز کې د جنګ له پیل راهیسې په لومړي ځل د پولې هغې خوا ته واوښتل او تر ټولو لویه حمله یې وکړه.
بلخوا د روسیې د دفاع وزارت د مې پر ۲۳مه د مخالفه جنګیالیو د محاصره کولو دعوه کړې او زیاتوي چې روسیو عسکرو هوايي بمباري کړې او توپونه یې کارولي او سرحدي ځواکونو یې "دښمن په شا تمبولی" دی. روسیو عسکرو په هغه جګړه کې د یوشمېر جنګیالیو د وژلو دعوه هم کړې.
د دواړو خواوو د دعوو ازادانه تصدیق نه دی شوی او لا دا هم دا واضحه نه ده چې د پولې هغې خوا ته تر جګړې وروسته هغه جنګیالي اوکراین ته ستانه شوي دي که نه.
بلخوا د اوکراین حکومت په هغه جګړه کې د رول لرل رد کړي دي.