د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او د طالبانو حکومت د سفري اسانتیاوو لپاره ګډه کمېټه جوړوي


پخوا د پاکستان او افغانستان ترمینځ وګړو ازاد تګ راتګ کاوه ـ پخوانی انځور.
پخوا د پاکستان او افغانستان ترمینځ وګړو ازاد تګ راتګ کاوه ـ پخوانی انځور.

پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دواړو هېوادونو ترمینځ د خلکو د تګ راتګ اسانولو لپاره د یوې شريکې کمېټۍ پر جوړولو سلا شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د مې پر ۲۷مه په خبرپاڼه کې وویل چې د کمېټۍ جوړولو پرېکړه د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او په کابل کې د پاکستان ناظم الامور (شارژدافېير) عبدالرحمان نظاماني ترمینځ په ملاقات کې شوې ده.

په خبرباڼه کې راغلي چې په کمېټۍ کې به د پاکستاني سفارت او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د کونسلۍ برخې کارکوونکي شامل وي او هغوی به پر لارو د خلکو د تګ راتګ او سوداګریزو مشکلاتو په اړه د حللارو لپاره په خپلو کې په رابطه کې وي.

په بیان کې دا هم ويل شوي چې نظاماني له متقي وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستانيو زده کوونکو د ویزې مودې وغځوي.

طالبانو ويلي چې پاکستاني لوري ته یې د همداسې کولو ډاډ ورکړی دی.

پخوا د پاکستان او افغانستان ډېری وګړو ازاد تګ راتګ کاوه خو په ۲۰۱۶ز کال کې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه لازمي شول. له دې کبله د دواړو خواوو اوسېدونکي د ویزو په ترلاسه کولو کې له یولړ مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG