د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمير کې له پله څخه د بس لوېدو پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي، ۵۵ ژوبل


هند د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې پکې هرکال په ټرافیکي پېښو کې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوړي ــ انځور له ارشيفه
هند د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې پکې هرکال په ټرافیکي پېښو کې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوړي ــ انځور له ارشيفه

هندي پوليس وايي چې د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د هندو زيارت کوونکو يو بس له پل څخه لوېدلی چې په نتیجه کې يې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۵ ژوبل شوي دي.

دوی وايي چې بس د هند د پنجاب صوبې له امرتسر ښار څخه د يو هندو زیارت لپاره کترا سيمې ته روان وو چې له جمو ښار سره نېږدې کندې ته پرېوت.

يو ځايي پوليس افسر چندن کوهلي خبریالانو ته ويلي چې په بس کې تر اندازې زیات کسان سپاره ول. هغه زیاته کړه چې وژل شوي کسان د بهار ریاست اوسېدونکي دي.

هند د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې پکې هرکال په ټرافیکي پېښو کې زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG