د شمالي وزيرستان په سپينوام کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې يو سرتېری وژل شوی دی.
د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) په وینا دا پېښه د مې پر ۳۱مه هغه وخت وشول کله چې روغتیايي کارکوونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول.
ای اېس پي ار زياتوي، وسلوالو هڅه کوله چې د پولیو واکسيني ډله په نښه کړي خو په وينا يې د ډلې ساتونکي سرتېري روغتيايي کارکوونکي ژغورلي خو خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
په پېښه کې د پوليو واکسيني ډلې کارکوونکو ته زيان نه دی رسېدلی.
د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکي وايي، د لټون عملیات يې روان کړي دي او واکسيني کيمپېن هم دوام لري.
بل خوا ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې ویلي، په سپین وام کې یې پر امنيتي سرتېرو برید کړی او مرګژوبله ورته اړولې ده خو شمېر یې نه دی ښوولی.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم د پولیو روغتیايي ډلو او د هغوی پر ساتونکو حملې شوې دي.
د مې پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.
تر هغه وړاندې د مې پر ۱۹مه د بلوچستان د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وژلی وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.