د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې بشري مرستو ته د اړتیا لرونکو شمېر زیات شوی دی


په کابل کې یوه نجلۍ د خوراکي مرستو د بوجۍ ترلاسه کولو په انتظار ده - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل اوومۍ انځور.
په کابل کې یوه نجلۍ د خوراکي مرستو د بوجۍ ترلاسه کولو په انتظار ده - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل اوومۍ انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ چارو ادارې (اوچا) په یوه تازه ارزونه کې ویلي دي چې په افغانستان کې مرستو ته د اړتیا لرونکو شمېر پینځه لکه نور ورزیات شوی دی.

هغې ادارې د جون پر څلورمه وویل چې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونه ته لوړ شوی دی. ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي ول چې په هغه هېواد کې مرستو ته د اړتیا لرونکو شمېر ۲۸.۳ مېلیونه وو.

اوچا دا ارزونه د ۲۰۲۳ز کال د لومړیو پینځو میاشتو پر اساس کړې ده او زیاتوي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستو د پروګرامونو جاري ساتلو لپاره لږترلږه دوه اربه (مېلیارده) او ۲۶۰ مېلیونه امریکايي ډالرو ته ضرورت لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ځینو بنسټیزو پروژو په پیل او د عوایدو له زیاتېدو سره د هېواد اقتصاد پر ښه لوري روان شوی، خو عام افغانان د ژوند له سختو شرايطو شکايت کوي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خراب شوی دی، پکې بېروزګاري زیاته شوې او د بېوزلۍ کچ لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG