د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې خبریالانو د يو خبریال د موندلو لپاره احتجاج کړی


زبېرانجم د شخصي تلویزون جیونیوز سره د سېنیر پروډیوسر په توګه کار کوي.
زبېرانجم د شخصي تلویزون جیونیوز سره د سېنیر پروډیوسر په توګه کار کوي.

په کراچۍ کې د یو ځايي خبریال زبېر انجم ورور وايي، نامعلومو کسانو یې ورور د وسلې په زور له ځانه سره بېولی دی.

زبېرانجم د شخصي تلویزون جیونیوز سره د سېنیر پروډیوسر په توګه کار کوي. د هغه ورور وجاهت انجم د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، ورور یې تېره شپه په یوه بجه د پولیسو په ګاډو کې سپرو نامعلومو کسانو له ځانه سره په زوره بېولی دی.

د نوموړي په وينا تر اوسه ورته پوليسو يا کومې بلې ادارې د زبیر انجم په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړی. د نوموړي د خلاصون لپاره د جون پر شپږمه په کراچۍ کې خبریالانو او مدني فعالانو مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې زبېر انجم دې په سمدستي توګه خوشې کړل شي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د خبریالانو، مدني فعالانو او ټولنیزو شخصیتونو په ورته ډول د نامعلومو کسانو لخوا د تښتول کېدو پېښې مخې ته راغلې دي.

د جون پر لومړۍ نېټه د کراچۍ له ډیفینس سیمې نه د بشري حقونو فعال او وکیل جبران ناصر له ځانه سره بېولی وو چې یو ورځ وروسته بیرته پرېښودل شوی وو. نوموړي د جون پر دویمه نېټه له خوشې کېدو وروسته په یو بیان کې ویلي وو، پاکستان کې لادرکه کېدل نوې خبره نه ده.

XS
SM
MD
LG