د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانسه کې يو سړي د چړې په ګوزارونو یوشمېر کسان ژوبل کړي دي


پولیس د جون اتمې د برید ځای کلابند کړی دی.
پولیس د جون اتمې د برید ځای کلابند کړی دی.

په فرانسه کې یو سړي د چړې په ګوزارونو د ماشومانو په ګډون یوشمېر کسان ژوبل کړي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د جون پر اتمه په یو بیان کې ویلي چې پېښه په یوه غرییزه سیمه کې شوې او مشکوک بريدګر یې نيولی دی.

د کورنيو چارو وزیر جېرالډ درمانین پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه پېښه د اینیسي په نوم په یوه وړوکي ښار کې شوې ده.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د هغې سیمې د پارلېمان یوه غړي په حواله ویلي چې بريدګر له یوه ابتدايي ښوونځي سره نېږدې د لوبو په میدان کې پر ماشومانو حمله وکړه.

چارواکي وايي چې په برید کې یوشمېر ماشومان او لږترلږه یو بالغ سړی ژوبل شوي دي.

فرانسویو چارواکو د مشکوک بریدګر په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه روښانه نه ده چې چا او ولې پر ماشومانو حمله وکړه او د ژوبلو کسانو کره شمېر هم معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG