د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوتنبایېوا: طالبان دې په حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ختم کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشره روزا اوتنبایېوا ــ انځور له ارشيفه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشره روزا اوتنبایېوا ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایېوا له طالبانو غوښتنه کړې ده چې په حکومتي ادارو کې دې د ښځو پر کار بندیز ختم کړي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، اوتنبایېوا د جون پر اتمه په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت له مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر سره ولیدل او ورته یې وویل چې د ښځو پر کار د بندیز د ستونزې هواري لپاره دې مناسبه لاره ولټوي.

باختر اژانس وايي، فقیر نوموړې ته وویل چې د خپل هېواد له قوانینو او فرهنګ سره سم، د اسانتیاوو پیدا کولو هڅه کوي. یوناما لا د اوتنبایېوا او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت د چارواکي ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون یوشمېر محدودیتونه لګولي دي چې له کبله یې د نړیوالې ټولنې او د حقونو سازمانونو له انتقاد سره مخامخ دي. طالبان دا کورنۍ موضوع بولي او وايي، ښځو ته د "شریعت په چوکاټ" کې حقونه ورکوي او د نجونو د تعلیم په اړه تګلاره جوړوي.

XS
SM
MD
LG