د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د جون پر نهمه پښتون ژغورنې غورځنګ او ولسي پاڅون د ملکانو پخواني نظام پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.
تر مظاهرې وروسته د احتجاج ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې په سیمه کې د دوو قبيلو تر مینځ له کړکېچ وروستو د ملکانو جرګې د کورونو ړنګولو او مالي جرمانو پرېکړې وکړې چې دوی ته د منلو وړ نه دي.
مظاهرچيانو وويل، د سیمې شخړې باید له سیاسي او قانوني لارو هوارې کړل شي.
د خيبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې پخوا زیاتره شخړې د ملکانو له لارې حل کېدلې، خو په ۲۰۱۸ز کال کې د فاټا په خیبر پښتونخوا کې ورګډېدو وروسته د شخړو د حل لپاره عدالتي نظام هغو سیمو ته وغځېد. د فاټا تر انضمام وروسته د قبايلي سيمې ولس خپلې قضیې تر سپريم کورټه هم وړلی شي.
بلخوا له مشال راډيو سره په خبرو کې د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شبیر حسین وويل چې د ځايي ملکانو جرګې غیرقانوني دي او د جرګې هغه پرېکړه عملي کولو ته نه پریږدي، چې د کورونو ړنګولو او جرمانو په اړه شوې ده.