د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واګنر ملېشې مشر له کریملین سره تر تړون وروسته بېلاروس ته تللی


د اېوګېني پېروژګېن په مشرۍ واګنر ملېشه د ۲۰۲۲م کاله له فبرورۍ په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې تر ټولو مهم رول لوبولی دی.
د اېوګېني پېروژګېن په مشرۍ واګنر ملېشه د ۲۰۲۲م کاله له فبرورۍ په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې تر ټولو مهم رول لوبولی دی.

په روسیه کې د واګنر ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن له کریملین سره تر تړون وروسته بېلاروس ته روان شوی دی.

نوموړي په ناڅاپي توګه خپلو ځواکونو ته وویل چې د ماسکو پر لور له لاریونه لاس واخلي. د اېوګېني پېروژګېن په مشرۍ واګنر ملېشه د ۲۰۲۲م کاله له فبرورۍ په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې تر ټولو مهم رول لوبولی دی.

خو نوموړي په خپله پر روسیه مخ ور اړولی وو او خپلو ۲۵ زره ځواکونو ته یې امری کړی وو چې د انصاف لاریون په نامه د ماسکو پر لور تګ وکړ.

خو د جون پر ۲۴مه یې په ناڅاپي توګه دا لاریون ختم کړ. د روسي ولسمشر ماڼۍ کریملین هم وروسته پخلی وکړ چې د بغاوت ختمولو لپاره یې له اېوګېني پېروژګېن سره تړون کړی دی.

د کریملن په وینا، اېوګېني پېروژګېن به بېلاروس ته ځي او پرضد یې جینايي مقدمه ختم کړل شوې ده.

کریملین زیاته کړې چې د اېوګېني پېروژګېن ملګرتیا کوونکو ځواکونو خلاف به هم کاروايي نه کېږي.

تر دې وړاندې رپورټونه وو چې د روسیې ځواکونو د واګنر ملېشو په هغو سرتېرو ډزې کړې دي چې مشري یې اېوګېني پېروژګېن کوي او دغو ځواکونو د روسیې د جنوب ختیځ ښار روستوف اون دون د واک له نیولو وروسته د مسکو په لورې په تللې لویې لارې حرکت پیل کړی.

د رویټرز خبري اژانس یو نماینده د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي چې د روسیې پوځي چورلکو د جون پر ۲۴مه نېټه په واګنر ملېشو بمباري کړېده. دا له هغې یوازې څو ساعته وروسته ده چې د هغې ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن ویلي ول، چې ځواکونو یې په روسیه کې د روستوف اون دون ښار پوځي مرکزونه نیولي او د روسیې په جنوب کې پر پوځي ساحو او هوايي ډګر کنټرول لري.

رایټرز اژانس لیکي، دواګنر ملېشو سرتېري د روسیې د هیلي کاپټرو لخوا په وورونېژ سیمه کې تر بمبارۍ لاندې راغلې دي. دا سیمه د روستوف اون دون او د مسکو په منځ کې موقعیت لري. اژانس لیکي د واګنر ملېشو ټولی د سرتېرو په لېږدونکي ګاډي او په یوه ټانک سنبال ول.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون پر ۲۴مه ویلي وو، د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي. هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې واګنر ملېشې د روسیې په جنوب کې د پوځي تاسیساتو د نیولو خبره وکړه.

پوتین په هغه وینا کې چې نن (د جون پر ۲۴مه) په ژوندۍ بڼه پر ټېلېویژن خپرېده د واګنر شرکت اقدامات له «وسلوال بغاوت» سره تشبېه کړل او ویې ویل، د وضعیت د ثبات لپاره به ځانګړي اقدامات وکړي.

هغه وویل، د واګنر ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن چې مخکې یې د روسیې د پوځي مشرتابه د لرې کولو لپاره د سوله ییزه لاریون اعلان کړی وو، د شخصي ځانغوښتنې له مخې له روسیې سره خیانت کړی دی.

تر دې مخکې نن (د جون ۲۴مه) سهار د هغې ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن ویلي ول، چې ځواکونو یې په روسیه کې د روستوف اون دون ښار پوځي مرکزونه نیولي او د روسیې په جنوب کې پر پوځي ساحو او هوايي ډګر کنټرول لري.

هغه د روستوف ښار له یوې پوځي ساحې په ټېلېګرام کې وویل چې هغوی په پوځي مرکزونو کې دي او هوايي ډګر یې هم په کنټرول کې دی.

د هغه په وینا هغه الوتکې چې په اوکراین کې د روسیې جګړه پرمخ بیايي، په عادي ډول خپلې الوتنې کوي. په روستوف اون دون ښار کې د روسیې هغه پوځي مرکزونه پراته دي، چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې رهبري کوي. په دې جګړه کې د واګنر په نوم د اېوګېني پېروژګېن د اجیرو سرتېرو شرکت ډېر دخیل دی.

تر دې مخکې روسیې اېوګېني پېروژګېن په وسلوال بغاوت تورن کړی وو. دا تحولات پر داسې مهال مخې ته راغلي چې پېروژګېن یوه ورځ مخکې ویلي ول، چې د مسکو پر لوري یې د «عدالت د لاریون» په نوم په وسلو یو سمبال کاروان لېږلی دی.

پېروژګېن وویل چې د روسي پوځیانو په ګډون۲۵،۰۰۰ جنګیالي یې ملاتړ کوي او هدف یې د دفاع وزیر سرګي شویګو او لوی درستیز والري ګیراسیموف په ګډون د دفاع وزارت د مشرتابه لرې کول دي. هغه د روسیې د یوې پوځي څرخي الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.

بلخوا د روسیې یوې امنیتي سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي، چې واګنر ملېشې د مسکو د جنوب په ۵۰۰ کیلومیټرۍ کې د ورونیژ ښار پر ټولو پوځي تاسیساتو ولکه ټینګه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG