د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګېس سلېنډر چاودنې د پېښور د یوې کورنۍ پنځو کسانو ته مرګژوبله واړوله


د ژغورنې اداره وایي د چاودنې له امله د کوټې چت کېناستلې چې مرګژوبله یې اړولې ـ پخوانی انځور
د ژغورنې اداره وایي د چاودنې له امله د کوټې چت کېناستلې چې مرګژوبله یې اړولې ـ پخوانی انځور

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ګېس سلېنډر په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه کسان ژوبل دي.

د ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ وياند بلا ل فيضي وايي چې پېښه د پېښور کوهاټ روډ د ډورې نومې څلور لارې په سيمه کې نن (د جون پر ۲۴مه) شوې.

فيضي رسنيو ته په لېږلي بيان کې وویل چې د ګیس سلېنډر چاودېدو له وجې کوټه د کور پر درې ماشومانو او د هغوی پر مور او پلار کېناسته.

هغه زیاته کړه چې د عملياتو په نتيجه کې يې د کوټې له ملبې د درو ماشومانو مړي او د هغوی مور او پلار په ژوبل حالت کې راويستلي دي.

فیضي زياتوي چې زخمیان یې د علاج په غرض روغتون ته وړي دي. ياده دي چې په پاکستان کې مخکې هم دا ډول چاودنې شوي چې مرګژوبله یې لرلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG