د اواکران چارواکي وايي، هلته د جون پر ۲۴مه ماخوستن ناوخته پر يوشمېر ښارونو د روسيې ميزايلي حملو مرګژوبله اړولې.
د پلازمينې کيېف چارواکو ويلي، د دې ښار پر يوې لوړې ودانۍ د ميزايل حملې په نتيجه کې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
له تېرو ۱۶ مياشتو راهيسې، چې اوکراين د روسيې تر يرغل لاندې دی، په کيېف کې د ولسي هستوګنې ودانۍ په پرله پسې توګه په نښه شوې دي.
په عين وخت کې د اوکراين په دنېپور ښار کې يوې روسۍ ميزايلي حملې د درو ماشومانو په شمول ۱۱ کسان ژوبل او څلور کورونه ويجاړ کړل.
بلخوا د ښارکيېف مېير، اېهور تريخوف پر ټيليګرام ليکلي چې تر يو ميليون زيات نفوس لرونکي دې ښار کې بېګا هغه وخت اور ولګېد کله چې يو ګيس پايپ لاين په يوې ميزايلي حمله کې په نښه شو.