د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واګنر ملېشې مشر له کریملین سره تر تړون وروسته بېلاروس ته روان شوی


د اېوګېني پېروژګېن په مشرۍ واګنر ملېشه د ۲۰۲۲م کاله له فبرورۍ په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې تر ټولو مهم رول لوبولی دی.
د اېوګېني پېروژګېن په مشرۍ واګنر ملېشه د ۲۰۲۲م کاله له فبرورۍ په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې تر ټولو مهم رول لوبولی دی.

په روسیه کې د واګنر ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن له کریملین سره تر تړون وروسته بېلاروس ته روان شوی دی.

نوموړي په ناڅاپي توګه خپلو ځواکونو ته وویل چې د ماسکو پر لور له لاریونه لاس واخلي.

د اېوګېني پېروژګېن په مشرۍ واګنر ملېشه د ۲۰۲۲م کاله له فبرورۍ په اوکراین کې د روسيې په یرغل کې تر ټولو مهم رول لوبولی دی.

خو نوموړي په خپله پر روسیه مخ ور اړولی وو او خپلو ۲۵ زره ځواکونو ته یې امری کړی وو چې د انصاف لاریون په نامه د ماسکو پر لور تګ وکړ.

خو د جون پر ۲۴مه یې په ناڅاپي توګه دا لاریون ختم کړ. د روسي ولسمشر ماڼۍ کریملین هم وروسته پخلی وکړ چې د بغاوت ختمولو لپاره یې له اېوګېني پېروژګېن سره تړون کړی دی.

د کریملن په وینا، اېوګېني پېروژګېن به بېلاروس ته ځي او پرضد یې جینايي مقدمه ختم کړل شوې ده.

کریملین زیاته کړې چې د اېوګېني پېروژګېن ملګرتیا کوونکو ځواکونو خلاف به هم کاروايي نه کېږي.

XS
SM
MD
LG