په سعودي عرب کې د جون له ۲۵مې څخه د حج مراسم پيل شول.
سږ کال له بېلا بېلو هېوادونو تر دوه ميليونه زیات مسلمانان د حج په مراسمو کې برخه اخلي. په هغوی کې ۱۶ لکه حاجیان له بهرنیو هېوادونو څخه سعودي عرب ته ورغلي دي.
په سعودي عرب کې د جون ۲۷مه د عرفې ورځ ده او د جون پر ۲۸مه لوی اختر دی.
حج د مسلمانانو لپاره له پينځو مهمو ارکانو څخه یو دی. په هغو مراسمو کې حاجیان د مکې مکرمې طوافونه کوي بیا د عرفات میدان ته تر ورتګ وروسته مزدلفې ته ځي او هلته شپه تر شنه اسمان لاندې تېروي.
حج د مسلمانانو کلنۍ اجتماع ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د دغې مهمې روحاني فریضې ادا کولو لپاره سعودي عرب ته ورځي.