د اسټرالیا وزیراعظم انتوني البانیز د جون پر ۶مه له اوکراین د ۷۳ نیم مېلیونو ډالرو پوځي مرستو اعلان وکړ.
نوموړي د دې مرستو اعلانونولو پر وخت وویل چې په دې کې ۷۰ پوځي ګاډي هم شامل دي او موخه یې د روسیې د یرغل په وړاندې دفاع کول دي.
د اسټرالیا وزیراعظم انتوني البانیز په پلازمېنه کېنبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا تازه مرستې به څرګند بدلون راولي.
د ده په وینا، دا به د اوکراین له خلکو سره مرسته وکړي چې د روسیې د غیرقانوني، بلا اشتعاله او غیراخلاقي جګړې په وړاندې په لویه حوصله جنګېږي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې اسټرالیا له کییف سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
د مرستو له دې تازه ژمنې سره د اسټرالیا لخوا له اوکراین سره د شویو ټولو مرستو کچه ۵۲۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي. په دې پیسو کې د ۴۰۴ میلیونو ډالرو پوځي مرسته هم شامل ده.