د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حج په مراسمو کې نن د عرفات ورځ ده


عرفات د حج له مهمو رکنونو څخه دی. (پخوانی انځور)
عرفات د حج له مهمو رکنونو څخه دی. (پخوانی انځور)

په سعودي عرب کې د حج روانو مراسمو په لړ کې د جون پر ۲۷مه د بیت الله شریف سلګونه زره حاجیان مکې مکرمې ته نږدې د عرفات میدان ته د لمانځه او دعا لپاره ټولېږي.

عرفات د حج له مهمو رکنونو څخه دی. د لمر په لوېدو سره حاجیان مزدلفې ته روان شول او هلته په سعودي او اکثرو اسلامي هیوادونو کې چهارشنبه یا شورو د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په سعودي عربستان کې سږ کال د حج مراسم د جون له ۲۵مې نېټې څخه پيل شوي او له بېلا بېلو هېوادونو تر دوه ميليونه زیات مسلمانان د حج په مراسمو کې برخه اخلي.

په هغوی کې ۱۶ لکه حاجیان له بهرنیو هېوادونو څخه سعودي عرب ته ورغلي دي. د سعودي عربستان حکومت د حاجیانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي او روغتیايي تدابیر نیولي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو پرون پر خپلې وېبپاڼې خبر خپور کړی وو چې ۶۳ سلنه پاکستاني حاجیان به د اورګاډي په زریعه د عرفات میدان ته خي او پاتې نور به یا په پخپلو پښو او یا هم په بسونو کې هلته ځانونه رسوي.

د پاکستان د حج مشن یا ماموریت له خپلو حاجیانو غوښتي چې د تاوده موسم او د ګڼې ګوڼې نه د ځان د خوندي کولو په موخه دې د ټاکلي يروګرام مطابق عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG