د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کې ۱۰ کسان وژل شوي دي


ملاکنډ په نقشه کې.
ملاکنډ په نقشه کې.

د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د دوو کورنيو په شخړه کې نهه کسان وژل شوي دي.

د ملاکنډ ضلعې ډپټي کمانډنټ شکيل احمد نن (دجون پر ۲۸مه) خبريالانو ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه (جون ۲۷مه) د بګردره خار په نامه کلي کې شوې ده. دا کلی د بټخيلې تحصيل برخه دی چې له بازار څخه شاوخوا ۱۰ کيلوميټره ليرې پروت دی.

د ده په خبره، په وژل شويو کې دوه ماشومان او څلور ښځې هم دي. شکيل احمد زياتوي چې د مبينه وژونکو پرضد يې مقدمه درج کړې ، درې تورن کسان يې نيولي او نورې پلټنې روانې دي.

بلخوا د ملاکنډ بټخيلې محمد عثمان مشال ريډيو ته ويلي دي چې په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG