د امریکا بهرنيو چارو وزير وايي چې د واشنګټن او تهران ترمینځ د نوې خاموشې ډېپلوماسۍ برسېره هم د جوهري پروګرام په اړه له ايران سره کوم نوی تړون په پام کې نه لري.
اينتني بلېنکن د جون پر ۲۸مه نېټه په نيويارک کې وويل چې که څه هم دوی غواړي چې نوې ډېپلوماټېکې لارې ولټوي، خو د دې برسېره هم لا کوم نوی تړون په پام کې نشته.
نوموړي زیاته کړه، دوی به ګوري چې ايران په عمل کې څه کوي؟
بلېنکن د دواړو هېوادونو د راتلونکو تعلقاتو په لړ کې پر ايران غږ وکړ چې بايد داسې ګامونه پورته نه کړي چې له امريکا او د منځني ختيځ له هېوادونو سره يې د تاوتریخوالی د لا زیاتېدو سبب ګرځي.