د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د جولايي‌ له دریمې د پشکال بارانونو اټکل شوی


د پاکستان موسمیاتو ادارې په دې بیان کې خبرداری ورکړی چې د پېښور پشمول د هېواد په لویو ښارونو کې د دې بارانو له کبله سیلابي صورتحال جوړیدای شي. (پخوانی عکس)
د پاکستان موسمیاتو ادارې په دې بیان کې خبرداری ورکړی چې د پېښور پشمول د هېواد په لویو ښارونو کې د دې بارانو له کبله سیلابي صورتحال جوړیدای شي. (پخوانی عکس)

د پاکستان د موسمیاتو اداره وايي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جولايي له درېیمې د پشکال بارانونو پیل کېدو امکان دی.

د پاکستان میټرولوجیکل ډیپارټممینټ د جولايي پر دویمه پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د جولايي‌ دویمې له شپې به پېښور او شاوخوا سیمو، سوات، کورمه او د خیبر پښتونخوا ځینو جنوبي ضلعو کې د پشکال د بارانو لړۍ پېلېږي.

دا راز د اسلام اباد تر څنګ د پنجاب په یو شمېر ضلعو کې هم د بارانونو پېلېدو امکان دی چې د جولايي تر اتمې نیټې به دوام لري.

د بیان ترمخه د بلوچستان او سیند په یو شمېر ضلعو کې به د بارانونو دا لړۍ د جولايي له پنځمې شروع کېږي.

د پاکستان موسمیاتو ادارې په دې بیان کې خبرداری ورکړی چې د پېښور پشمول د هېواد په لویو ښارونو کې د دې بارانو له کبله سیلابي صورتحال جوړیدای شي.

د یادې ادارې په وینا د پشکال د بارانونو له وجې د خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمیر په غریزو سیمو کې د غرونو خوېدو امکان هم شته.

XS
SM
MD
LG