د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې بارانونو او سېلابونو تاوانونه اړولي


چارواکي وایي د سېلابونو له امله څه باندې زر جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده ـ پخوانی انځور.
چارواکي وایي د سېلابونو له امله څه باندې زر جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلابونو په يوشمېر سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

د طالبانو په حکومت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د جولای دويمې ماښام مشال راډيو ته وويل، د سېلابونو له امله تر ۱۰۰ زیات څاروي هم مړه شوي او څه باندې زر جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.

په عین وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان پرون د جولای پر دويمه پر ټوېټر وويل چې امدادي ډلې يې په کاپیسا کې د سیلابونو زیانمنې کورنۍ په نښه کوي چې لازمې مرستې ورسره وکړي.

د مې پر ۲۳مه هم د افغانستان په غور ولایت کې په سېلابونو کې شپږ تنه وژل شوي او په لسګونو کورونه اوبو وړي ول.

د ۲۰۲۲ز کال له جون څخه تر اګست پورې د زیاتو ورښتونو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلي ول چې پکې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لوی مالي زیان یې اړولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG