د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې خلک وايي افغانستان ته د تلو راتلو پر مهال ځورول کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې ولس وايي چې افغانستان ته د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

انګور اډه د کوزه جنوبي وزیرستان ضلعې برخه ده او دغلته احمدزي وزیر ژوند کوي چې نیمايي یې د افغانستان لوري ته په برمل کې مېشت دي. په تګ راتګ کې د اوسنیو ستونزو نه وړاندې به دغو خلکو په انګور اډه په ازاده تګ راتګ کاوه.

د انګور اډې یوه اوسېدونکي دین محمد مشال راډیو ته وویل، افغانستان ته په تګ راتګ مجبوره دي ځکه چې ډېری خلک د دوه کورۍ ژوند تېروي، نیمه کورنۍ یې په وزیرستان او نیمه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

دین محمد او ګڼ نور سیمه ییز خلک وايي، د انګور اډې په دروازه د اوړېدو پر مهال ورسره ډېره سختي کېږي او تر څو ساعتونو په قطارونو کې درول کېږي. دوی وايي، په انګور اډه کې یوازې پوځیان موظف دي، نوره انتظامیه یې نه تر سترګو کېږي او نه هم هغسې سهولتونه ورته ورکړل شوي لکه په تورخم یا چمن کې چې دي.

د یادې سیمې خلک غوښتنه کوي چې تګ راتګ دې ورته اسانه کړل شي.دوی وايي، که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو پر احتجاج به لاس پورې کړي.

بلخوا د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي او د سرحدونو او ریاستي چارو (سېفران) د قایمه کمېټۍ مشر مولانا جمال الدین د جولای پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د انګور اډې د خلکو دا ستونزه به د کمېټۍ په راتلونکې غونډه کې مخې ته راوړي او د حل لارې د موندلو هڅه به کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG