د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د افغانستان پر مسایلو هم بحث کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

تمه ده چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په مجازي غونډه کې چې نن ( د جولای پر څلورمه) د هند په کوربه توب جوړېږي د افغانستان پر مسایلو هم بحث وشي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې له منځنۍ اسیا سره د هند اتصال او د افغانستان وضعیت هغه مسایل دي چې په دې سرمشریزه کې د بحث لپاره نوې ډیلي ته لومړیتوب لري.

د نننۍ انلاین غونډې مشري به د هند وزیراعظم نریندرا مودي کوي.

د راپورونو له مخې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان چې د شانګهای د همکارۍ سازمان اصلي غړي دي او څارونکي غړي یې ایران، بېلاروس او منګولیا دې سرمشریزې ته بلل شوي، خو افغانستان چې د دې سازمان څارونکی غړی دی، تراوسه نه دی وربلل شوی. په دې غونډه کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم په ان لاین ډول ګډون کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG