د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د قران مجید د تقدس ورځ لمانځل کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان وزيراعظم د جولای پر اوومه د قران مجيد د "تقدس" ورځې لمانځلو اعلان کړی دی.

شهباز شريف پرون په اسلام اباد کې د يوې غونډې د مشرۍ پر وخت وويل چې د جمعې پر ورځ به په ټول هېواد کې د سويډن د پېښې پرضد احتجاجي لاريونونه کېږي.

د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

وزيراعظم شهباز شريف په دې اړه سبا (د جولای پر شپږمه) د پارلېمان ګډه غونډه هم بللې او لارښوونه يې کړې چې د سويډن د پېښې د غندنې په اړه دې ګډ قرارداد منظور کړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم پرون (د جولای پر څلورمه) اعلان وکړ چې د مذهبي کرکې د زياتېدو پر موضوع به د روانې اوونۍ په پای کې یوه بېړنۍ غونډه کوي.

تر دې وړاندې، د جولای پر دويمه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په يوه بېړنۍ غونډه کې د قران مجيد د نسخې سوځولو په کلکه غندنه وکړه. ياد سازمان سپارښتنه کړې وه چې پر مذهبي بنيادونو دې د کرکې خپرولو د مخنيوي لپاره نړيوال قانون وکارول شي.

د جولای پر څلورمه په پېښور کې وکيلانو په سويډن کې د قران مجيد نسخې سوځولو خلاف احتجاج کړی وو. هم دا رنګه د پاکستان پہ نورو برخو کې ھم د یادې پېښې پر ضد احتجاجونہ شوي دي او مظاھرچیانو له حکومته د سویډن د سفیر د بیرته استولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG