د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په سره روغه تحصیل کې د پوځ پر ګاډي د سړک غاړې بمي چاودنه کې یو پوځي وژل شوی دی.
د ضلعې پولیسو او د خفیه ادارې چارواکيو مشال راډیو ته ویلې چې پرون (د جولای پر څلورمه) د سره روغې په شیرنه سیمه کې د ځملاندې بم په چاودنه کې یو پوځي ژوبل شوی هم دی.
چارواکي وایي له پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي خو لا یې هم څوک نه دي نیولي.
ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د پېښې ذمه واري منلې ده.
د جون پر پینځمه د پاکستاني پوځ د عامه اریکو څانګې (ای اېس پي ار) په يو بیان کې وويل د جنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې د وسله والو سره په نښته کې يو پوځي وژل شوی دی.
د هغه برید ذمه واري هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه. دا ډله چې د خپلو بریدونو معلومات په پرله پسې ډول له رسنيوو سره شرېکوي، ادعا کويچې د مې په مياشت کې یې ۷۶ حملې کړې دي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ ويليچې د قبايلي سيمو په بېلابېلو سیمو کې یې هدفي عمليات روان ساتلي دي. پوځ په دې عملياتو کې وخت په د وسله والو د وژلو او نيولو ادعاوې کوي.