د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د ښځو پر سينګارخونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو لپاره یو بل مهم کاري ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د ګټې وټې د برابرولو لپاره زیار باسي.
مېرمن امیري پرون (د جولای په پینځمه) پر ټويټر ليکلي، له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي، او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې په یوه ډیر منزوي شوي ځای بدلوي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په يو فرمان کې په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګارخونو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی چې د خپلو سینګارخونو د تړلو لپاره اقدام وکړي او له دې وروسته به د نور فعالیت اجازه ونه لري.
د افغانستان د کسبګرو او دوکاندانو د خونې یوې سرچینې مشال راډیو ته ويلي چې د طالبانو په دغه نوی بندیز سره به په ټول هیواد کې شاوخوا ۱۲،۰۰۰سینګارخونې وتړل شي اوشاوخوا ۵۰ زره ښځې به بېروزګاره شي.