د ایران د بهرنیو چارو وزارت د برتانیا له خوا تر نویو بندیزونو وروسته د هغه هیواد شازدافیره حاضر کړی دی.
د ایران ایرنا خبري اژانس لیکي، تهران د برتانیې د پرله پسې کړنو او څرګندونو په غبرګون د برتانیې شارزدافیره د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتې وه.
اژانس زیاتوي چې دا ګام د برتانیې لخوا پر ایران د نویو بندیزونو له اعلانه وروسته د دې لپاره پورته کړل شوی دی چې د دوی په وینا، "د ویجاړوونکیو او مداخله کوونکیو کړنو» په اړه اعتراض وښودل شی."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د برتانیې وروستي بیانونه او بندیزونه غیرقانوني او د ایران په چارو کې مداخله کوونکي چارې ګڼي.
د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جېمز کلېورلي تر دې وړاندې د ایران لخوا په مبینه ډول له بشري حقونو د سرغړونو او د برتانیې پر خاوره د ایراني رژیم د مخالفینو پرضد د دښمنانه اقداماتو له کبله، د بندیزونو د پراخولو اعلان کړی وو.