د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي ویلي په ناټو کې د اوکراین غړیتوب په اړه باید څرګنده پرېکړه وشي 


ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه روانه میاشت د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنییس کې وشي ـ پخوانی انځور.
ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه روانه میاشت د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنییس کې وشي ـ پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د ناټو په کیدونکې سرمشریزه کې باید د اوکراین په هغه ایتلاف کې د شاملیدو په اړه څرګنده پرېکړه وشي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سرمشریزه روانه میاشت د لېتوانیا په پلازمېنه وېلنییس کې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر زېلېنسکي د جولايي پر اوومه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لېدو لپاره د چیک جمهوریت له مرکز پراګ څخه استنبول ته ځي.

ټاکل شوې چې د دواړو مشرانو ترمینځ په استنبول کې زیاتره خبرې د ناټو د راروانې اوونۍ پر سرمشریزه او د تور سمندرګي له لارې د اوکرایني غلې د وړلو په هغه تړون وشي چې د جولای پر ۱۷مه پای ته رسي.

ولسمشر زیلېنسکي د جولایي پر شپږمه د چیک جمهوریت له ولسمشر پیتر پاویل سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، غواړي چې په ناټو اتحاد کې د شاملېدو لپاره ورته لاره واضحه کړای شي.

هغه وویل، اوکراین ته په ځنډ د وسلو رسېدل یې د روس خلاف دفاعي هلې ځلې اغېزمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې کییف د ناټو غړي کېدو ته تیاری نیسي او د روسي عسکرو خلاف د خپلې دفاع لپاره نورو وسلو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG