د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ یو مشر وژل شوی


عتیق الرحمان د ملي جمهوري غورځنګ د تپي کلي مشر وو ـ پخوانی انځور.
عتیق الرحمان د ملي جمهوري غورځنګ د تپي کلي مشر وو ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د سرکاري سکول استاذ او د ملي جمهوري غورځنګ سیمه ییز مشر عتیق الرحمان وژل شوی دی.

د میرامشاه پولیس تاڼې یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې عتیق الرحمان نن غرمه (د جولای پر اتمه) وسلوالو په حکیم خیل سیمه کې په ډزو وژلی دی.

په سیمه کې د ملي جمهوري غورځنګ مخکښانو عادل داوړ او بیدار داوړ مشال راډیو ته وویل چې نوموړی د دې ترڅنګ چې په سکول کې استاد وو، ټولنیز فعال او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د تپي کلي مشر هم وو.

د محسن داوړ په مشرۍ د ملي جمهوري ګوند مخکښې بشرا ګوهر پېښه غندلې ده. نوموړې د جولای پر اتمه پر ټویټر لیکلي چې د ''معلومو وسلوالو'' ضد دې کارروایي وشي.

پولیس وايي چې د نامعلومه کسانو ضد یې مقدمه لیکلي او پلټنې یې پیل کړي دي.

د جولايي پر دوېیمه هم شمالي وزیرستان میرعلي او رزمک کې په دوه هدفي بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول او دوه نور ژوبل شوي ول.

روان کال کې شمالي وزیرستان کې دغه ۲۴ هدفي برید دی چې شاوخوا ۳۰ کسان یې په ترڅ کې وژل شوي دي.

تېر (۲۰۲۲ز کال) کې هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران ځوانان سیاستوالان دیني عالمان ښځینه او هم امنیتي سرتیري په کې وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته دې امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG