د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد انتظاميې پر غونډو او مظاهرو بنديز ته دوام ورکړی


په اسلام اباد کې پولیس د امنیت لپاره ولاړ دي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې پولیس د امنیت لپاره ولاړ دي - پخوانی انځور.

د اسلام اباد انتظامیې ویلي دي چې تر دوو میاشتو پورې په هغه ښار کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي ده چې ورسره سم پر جلسو او لاریونونو بندیز دوام لري.

د هغې مادې له عملي کېدو سره د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ، د وسلو پر ګرځولو او په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو هم بندیز وي.

د اسلام اباد انتظامي مشر عرفان نواز مېمن د جولای پر نهمه شپې ناوخته په بیان کې ویلي دي چې چارواکي خبر شوي دي چې ځینې خلک د ((غیر قانوني)) غونډو او مظاهرو له لارې د عامه نظم ګډوډولو هڅې کوي نو ځکه ټینګار کوي چې د قانون ۱۴۴مه ماده لا هم عملي ده. خو ده دا نه دي ویلي چې څوک د عامه نظم ګډوډولو هڅې کوي.

د ډېپټي کمېشنر دفتر پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه له بیان سره د هغه امر انځور هم خپور کړی دی چې ورسره سم، د مې له ۲۳مې راهیسې په اسلام اباد کې پر غونډو او لاریونونو بنديز دی.

انتظامیې هغه مهال دا اقدام د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د هغه د پلویانو د پراخو مظاهرو کنټرولولو لپاره اخیستی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې د اسلام اباد او راولپېنډۍ په بېلابېلو عدالتونو کې د عمران خان پرضد د بېلابېلو مقدمو د اورېدنو پر مهال به یې ګڼ پلویان د عدالتونو مخې ته ورغونډېدل او هلته به یې د حکومت پرضد نعرې وهلې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG