د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې ولسي مشر وژل شوی او زوی يې ژوبل دی


د باجوړ د يوې امنیتي پېښې پخوانی انځور
د باجوړ د يوې امنیتي پېښې پخوانی انځور

د باجوړ په ماموندو کې په یو وسلوال برید کې یو ولسي مشر وژل شوی او د هغه زوی ژوبل دی.

د باجوړ د پولیسو یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې ملک خان زمان د جولای ۱۰مې پر سهار له خپل زوی خالد زمان سره د عنایت کلا بازار ته پر لاره وو چې وسلوالو یې پر ګاډي برید وکړ.

د هغه په خبره، په برید کې ملک خان زمان ووژل شو او زوی یې ژوبل شو چې روغتیايي حالت یې له خطره بهر دی. ملک خان زمان د ماموندو د شکرو کلي اوسېدونکی او ولسي مشر وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا وژلی دی او ورباندې د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

په باجوړ کې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په یوشمېر بریدونو کې ځايي مشران، سیاستوالان او دیني عالمان وژل شوي دي چې پرضد یې په سیمه کې پراخې مظاهرې او ناستې شوې دي. انتظامیه وايي، د باجوړ امنیت ته ژمنه ده او د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG