د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا سویډن کې د قران سوځولو ضد پرېکړه لیک منظور کړ


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په سویډن کې د قران سوځولو په غبرګون کې د مذهبي کرکې په اړه یو لانجمن پرېکړه لیک منظور کړی دی.

امریکايي او اروپايي ټولنې د هغه قرارداد مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې هغه د بشري حقونو او د بیان ازادۍ په اړه د دوی له نظر سره په ټکر کې دی.

د جولای پر ۱۱مه په شورا کې ۲۸ غړو هېوادونو د پرېکړه لیک په حق کې او ۱۲ یې په مخالفت کې رایې وکارولې. اووه هېوادونو له رایې کارونې ډډه وکړه.

پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان په استازیتوب د جولای پر ۱۰مه له شورا څخه غوښتي ول چې د مذهبي کرکې په اړه دې بحث وکړي.

د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو تن د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

د پاکستان په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشره غوښتل شوي دي د سویډن د پېښې په اړه دې راپور وړاندې کړي.

په پرېکړه لیک کې داراز غوښتنه شوې ده چې هېوادونه دې خپلو قوانینو ته بیا کتنه وکړي او هغه تشه دې ډکه کړي چې د مذهبي کرکې د ختمولو مخې ته خنډونه زېږوي.

XS
SM
MD
LG