د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: روسیه له ۳ ورځو راهیسې پر اوکراین د ډرون او توغندیو بریدونه کوي


پر کییف د روسیې تر ډرون برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د جولای ۱۳مې انځور.
پر کییف د روسیې تر ډرون برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د جولای ۱۳مې انځور.

د اوکراین سیمه ییز او پوځي چارواکي وايي، روسیې په پرله پسې درېیمه ورځ د پلازمېنې کییف په ګډون د هېواد پر یوشمېر برخو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

چارواکو د جولای پر ۱۳مه وویل چې د هېواد هوايي دفاعي نظام د شاوخوا ټولو توغندیو او ډرونونو په ویشتو بریالی شوی خو پر دې سربېره په حملو کې لږترلږه یو تن وژل شوی او یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.

د کییف ښاروال وېتالي کلېچکو ویلي دي چې د جولای ۱۲مې شپې مهال پر کییف د روسیې په بریدونو کې یو کس وژل شوی او څلور ټپیان دي.

د ده په خبره، په حملو کې ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

اخوا د اوکراین د هوايي دفاعي نظام چارواکو ویلي دي چې هغه ټول ۲۰ ډرون الوتکې یې ویشتلې دي چې کییف او د هېواد نورې سیمې یې په نښه کول غوښتل.

XS
SM
MD
LG