د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پاکستان او ای اېم اېف ترمینځ د پور د نوې موافقې هرکلی کړی دی


بلېنکن وايي، په روان سخت وخت کې د پاکستان د خلکو سره ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
بلېنکن وايي، په روان سخت وخت کې د پاکستان د خلکو سره ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر اینتني بلېنکن د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمینځ د پور د پروګرام د نوې موافقې هرکلی کړی دی.

بلېنکن د جولای پر ۱۳مه پر ټوېټر لیکلي، ''موږ په دې سخت وخت کې د پاکستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او د پیسو د نړیوال صندوق له خوا د پاکستان د ملاتړ لپاره د پروګرام د منظورۍ هرکلی کوو.''

بلېنکن له پاکستانه غوښتي چې د اقتصاد ښه کولو لپاره د دوامداره او پر ځان د متکي اقتصادي بیارغونې هڅې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې د ای اېم اېف د مشرتابه ډلې پاکستان ته د درو اربو (مېلیارده) ډالرو د پور ورکړې نهه میاشتنی پروګرام منظور کړ.

ای اېم اېف په بیان کې ویلي دي چې په سمدستي توګه پاکستان ته ۱.۲ اربه ډالر ورکوي او پاتې پیسې به د تړون له مودې سره سم ورکول کېږي چې دوه ځله به د درو، درو میاشتو له بیا کتنې سره مشروطې وي.

پاکستان وايي، د پور ړومبی قسط، چې يو ارب او ۲۰ کروړه ډالره جوړېږي، يې تر لاسه کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG