د اوکراین د یوشمېر سیمو چارواکي وايي روسیو ځواکونو د جولای پر ۱۴مه سهار وختي د ایراني ساخت بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیو ځواکونو د جولای ۱۱مې راهیسې د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر سیمو د ډرون الوتکو او توغندیو حملو لړۍ ته دوام ورکړی دی.
د اوکراین سیمه ییزو چارواکو د جولای پر ۱۴مه وویل چې په تازه بریدونو کې زیانونه اوښتي دي او خلک هم ژوبل شوي دي.
سیمه ییز والي سېرګې لېساک پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي دي چې د دنیپروپېتروفسک په جنوبي کریفیېف رېګ صنعتي ښار کې د اوکراین هوايي دفاعي نظام شپږ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د نوموړي په خبره، پر دې سربېره د ټولو ډرونونو ویشتل شوني نه ول او په حملو کې د ښار د ټرانسپورټي چارو یو شرکت او یوشمېر نورې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
لېساک زیاتوي چې په حمله کې یو ۵۶ کلن سړی برسېرن ټپي شوی دی.
د ښار د دفاعي شورا مشر اولېکساندر وېلکول پر ټېلېګرام لیکلي چې پر اوښتي زیان سربېره په ښار کې د خلکو لپاره خدمات فعال دي.
د اوکراین د هوايي دفاع ځواک وايي چې په هغه هېواد کې یې له ۱۷ څخه ۱۶ روسۍ ډرون الوتکې ویشتلې دي.
په همدې حال کې د اوکرایني پوځ مشر ویلي دي چې په ختیز دونېڅک کې سخته جګړه روانه ده او هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ نښتې شوې دي.