د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګله دېش تر زړه پورې لوبې وروسته افغانستان ته ماته ورکړه


د افغانستان کریم جنت د لوبې په وروستي اوور کې په درې بالونو درې لوبغاړي اوټ کړل.
د افغانستان کریم جنت د لوبې په وروستي اوور کې په درې بالونو درې لوبغاړي اوټ کړل.

د افغانستان او بنګله ‌دېش ترمنځ د کرکټ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ د لوبې د وروستي اور په پنځم توپ د کوربه لوبډلې په بري سره بشپړه شوه.

افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د ۱۵۵ منډو هدف ټاکلی وو. په افغان توپ وهونکو کې محمدنبي عیسی‌خېل نیمه سلیزه ووهله او ۵۴ منډې یې وکړې.

کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره ښه پیل نه درلود، دوی خپل لومړني ۴ لوبغاړي ژر ژر له لاسه ورکړل، خو د منځنۍ کچې توپوهونکو توحید ریدوی او شمیم حسین ښه ملګرتیا وکړه او سیالي یې وګټله. دواړو په ترتیب سره ۴۷ او ۳۳ منډې وکړې.

که څه هم د لوبې په وروستي اور کې بنګله‌دېش په ۶ توپونو ۶ منډو ته اړتیا درلوده او په لومړي توپ یې څلوریزه هم ووهله، خو کریم جنت په درې پرله پسې توپونو هېټریک ترسره کړ چې یادې لوبډلې ته یې لوبه سخته کړه.

شریف الاسلام د وروستي اور په پینځم توپ څلوریزه ووهله او بنګله‌ دېش دغه سیالي وګټله. دواړه لوبډلې دویمه شل اوریزه سیالي د جولای په ۱۶مه نېټه ترسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG