د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وایي د خیبر پښتونخوا لپاره یې د پښتو ټلویژن پرانیستی


مریم اورنګزیب ترمخه نوی چینل په پښتو ژبه ۲۴ساعته خپرونې لري ـ پخوانی انځور.
مریم اورنګزیب ترمخه نوی چینل په پښتو ژبه ۲۴ساعته خپرونې لري ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت ویلي، د خیبر پښتونخوا د ولس لپاره یې نوی ټیلیوېژن چینل پیل کړی چې مقصد یې صوبې ولس ته هم د دوی په ژبه کې معلومات ورکول دي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د جولای پر ۱۵مه پر ټویټر ولیکل چې د خیبر پښتونخوا د ولس لپاره د تفریحي پروګرامونو، خبرونو او د معلوماتو لپاره د 'پي ټي وي نېشنل پېښور' په نوم نوی ټلویژن چینل پيل کړ.

مریم اورنګزېب لیکلي، چینل به ۲۴ساعته پروګرامونه لري چې پکې به په پښتو ژبه کې ډرامې، موسیقي او د روانو حالاتو په اړه خپرونې لري.

بلخوا د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن چینل د پېښور څانګه هم په پښتو ژبه کې ځینې پروګرامونه، د پښتو ډرامې او خبرونه لري، خو د سرکاري رسنیو د خبر له مخې په دغه نوي چینل کې به ځایي هنرمندانو او فنکارانو ته زیات وخت ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG